د هرات د کرکټ منتخبي لوبډلي له پاره د ۲۰ لوبغاړو څخه د فيټنس ازموينه واخيستل سوه

رپوټ: غلام فاروق رسولي

د لوبغاړو د فيټنيس هغه ستونزه چي د شنونکو په آند نه همږغي وروسته په نړيوال پنځوس اوريزه جام کي د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د پرله پسي ماتو لوی لامل وو، اوس ورباندي ټينګار ډير سوی. له همدې کبله په هرات کي د ولايتي ټيم ټاکلو له پاره د ۲۰ کسانو څخه د فيټنس يا د (يو يو) ټېست واخيستل سو.

د هرات د کرکټ بورډ آمر نوراحمد نيازی وايي: د ( يو يو) ټېست چي د فيټنيس معلومولو له پاره يو نړيوال ټېسټ دئ، ورڅخه بريالي کسان به د هرات د ولايتي ټيم د پنځلس کسيزي لوبډلي برخه سي.

ښاغلی نيازی زياتوي چي دوی دا لوبډله د هيواد په کچه د دوهمي درجې ولايتونو ترمنځ کېدونو سيالو له پاره ټاکي، ترڅو د آماده ګي له پاره ورته تمريناتي کمپ جوړ کړي.
په همدي حال کي د هرات د کرکټ منتخبي لوبډلي د غړي کېدو له پاره راغلي لوبغاړي وايي پوره چمتووالی لري، چي د فيټنيس ټېسټ ترڅنګ خپلي ټولي وړتياوي وښيي، ترڅو د ولايتي لوبډلي غړي وګرځي.
دا لوبغاړي چي د فيټنيس ټېسټ پاسولو او د ولايتي ټيم د غړي کېدلو له پاره يې ليوالتيا او مينه له ورايه په څيرو کي ښکاري، وايي د تمرين او لوبو کولو له پاره د منظمو میدانونو او اکاډميانو د نه درلودلو له کبله نه سي کولای، څرنګه چي اړتيا ده تمرين وکړي او د لوبو له پاره چمتووالی ونيسي.

دوي د اړونده چارواکو غواړي چي په هرات کي د يو ګراونډ جوړېدو له پاره مرسته ورسره وکړي.

د هرات د کرکټ منتخبي لوبډلي غړو ټاکلو له پاره د فيټنيس ټېسټ يا ازموينه د لوبغاړو څخه په داسي حال کي اخيستل کيږي، چي په دې ولايت کي هيڅ کوم معياري میدان نه سته او دا لوبغاړي خپلي لوبي په يوه ډبرين دښت کي کوي. خو بياهم دې لوبغاړو د درېيم درجو ولايتونو په کچه تر سياليو ورسته دوهم درجه ولايتونو ته لار پيدا کړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...