د مانچیسټر یونایټیډ مهم لوبغاړي (مارکز راشفرډ) د دې کلب سره نوی قرارداد وکړ


د مانچیسټر یونایټیډ (۲۱) کلن لوبغاړي مارکز راشفرډ د داغه کلب سره خپل قرارداد تر (۲۰۲۳)م پوري اوږد کړ.
راشفرډ به د دې نوي قرارداد سره د هفتې (۲) لکه یورو معاش د هفتې ولري، چي د میاشتي به (۸) لکه یورو وي.
راشفرډ د یونایټيډ په فوټبال اکاډمي کي روزل سوی دئ او د داغه کلب د نوي ځوانانو په لوبډله کي لوبېدی، خو کله چي په (۲۰۱۶م) کي اتلس کلن سو، نو د یونایټیډ و اصلي لوبډلي ته راغلی او د هغه راهیسي ئې د دې کلب له پاره (۱۷۰) لوبي کړي دي.
مارکز راشفرډ د انګلستان اوسېدونکی دئ، نو ځکه د ښې لوبي په خاطر د انګلستان په ملي لوبډله کي هم لوبیږي او تر دې مهاله ئې د ملي ټیم له پاره (۳۲) لوبي کړي دي.
د یادوني وړ ده، چي د یونایټیډ روزونکی اولي ګونار سولشېر وايي، چي راشفرډ زما د مهمو لوبغاړو څخه دئ، نو ځکه مو قرارداد ور سره نوی او اوږد کړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...