د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت د لیږد تړون لاسلیک سو

د افغانستان او ترکیي پوهني وزارتونو ترمنځ د یوه تړون له مخي د افغان ترک ښوونځیو مدیریت، چي وړاندي تر دي د چاغ ایجوکیشنل په نامه موسسي پر غاړه و، د ترکیې د معارف بنسټ ته ولېږدول سو.

ددي انتقال موخه د یادو ښوونځیو د کمیت او کیفیت لوړېدل دي، چي د دواړو هیوادونو د پوهني وزارتونه به یې تنظیموي.

د سوي تړون له مخې د ترکیې د معارف بنسټ ژمن دی، چي د یوه ۱۰ کلن پلان په رڼا کي یاد ښوونځۍ ډېر کړي، کیفیت یې ښه او سیستمونه یې هم تر پخوا تجهیز او په نویو وسایلو او میتودونو سنبال کړي. ددي کار لپاره به په لومړي پړاو کي پنځه میلیونه ډالر او وروسته بیا شل میلیونه ډالر د ترکیي لخوا ځانګړي سي.

د سوې تړون له مخي به د یادو ښوونځیو ۱۰ سلنه فارغانو ته په ترکیه کي د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکول کېږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...