اپل کمپنۍ اعلان وکړ، چي خپل نوي آیفونونه (آیفون ایکس ایس او آیفون ایکس ایس مکس) یې بازار ته وړاندي کړي دي

د اپل کمپنۍ دغه دوه نوي مبایلونه ددغه مبایل تر پخواني نسل چټک او په ځینو برخو کي متفاوت دي.

خو ظاهري ډيزاین یې دومره توپير نه دی کړی.

دواړه مبایلونه په شاتنۍ برخه کي غبرګي ۱۲ میګاپيکسلي کامرې لري.

د آیفون له مخکینیو نسلونو سره یې ستر توپیر دا دی، چي دا مبایلونه دوه سیمکارتونه کارولای سي.

آیفون لس ایس ۵،۸ او آیفون لس ایس مکس ۶،۵ انچه صفحه لري.

دواړه مبایلونه به د حافظې له اړخه ۶۴،۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظه لرونکي ډولونه ولري.

بیه یې له ۹۹۹ ډالرو پیل تر ۱۰۹۹ ډالرو پورې رسېږي.

ایفون ایکس اس او ایفون ایکس مکس یوازي نقره يي او طلايي رنګونه لري، خو آیفون ایکس ار بیا تور، سپين، ژېړ، ابي، سور او مرجاني رنګونه هم لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...