امريکايي پروفيسر: د کېلو تارونه له کېلو ډېر ګټور دي

ليکوال: تميم ځاځی

يوه امريکايي پروفيسر ټينګار کړی چې د کېلو تارونه ستر اهميت لري او يو له هغو مهمو وسايلو ګڼل کېږي، چې په بېلابېلو نباتاتو او مېوو کې غذايي توکي لېږدوي او وېشي.

دغه پروفيسر ډاکټر او د «ډول» غذايي انسټيټيوټ مدير نيکولاس ګيليټ ويلي، چې دغه تارونه چې فلوم «Phloem» نومېږي، په کېله کې د غذايي توکو په خپرولو کې مرسته کوي، چې وروسته يې هر هغه چا ته ګټه رسېږي چې خوري يې. پروفيسر دې ته اشاره کړې چې دا تارونه له پوره يوې کېلې ډېر فايبر لري، ځکه نو بايد د غورځولو پر ځای وخوړل شي.

د ډيلي ميل له راپور سره سم ډاکټر څرګنده کړې ده، چې کېدی شي دا تارونه په طبيعي وخوړل شي. پروفيسر ګيليټ ويلي، چې شونې ده دغه مېوه (کېله) په بنيادي توګه له دې تارونه پاکه کړی شي، خو دا کار ژورو څېړنو ته اړتيا لري.

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...